د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ستراتیژیک پلان د پوهاوي سیمینار ترسره شو

nimu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۹
5555

د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ستراتیژیک پلان د پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ستراتیژیک پلان د پوهاوي سیمینار د یاد پوهنځي د مرستیال پوهنیار محمد طاهر شریفي له لوري، علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.

دغه سیمینار د ۱۴۰۵ کال د ستراتیژیک پلان لپاره د عملي پلان د فعالیتونو د تشریح او د ټولو ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ډیپارټمنټونو او کمېټو د فعالیتونو د همغږۍ په موخه جوړ شوی و.

د پروګرام په ترڅ کې د عملي پلان موخې، فعالیتونه، اجرایي مسؤلیتونه، د پلي کېدو مهالویش او تمه کېدونکې پایلې ګډونوالو ته په تفصیلي ډول تشریح شوې. همدارنګه د ټاکل شویو موخو د تحقق لپاره د ټولو برخو پر همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وشو.

په پای کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس، محترم سعیدالله سجاد، له استادانو او کارکوونکو وغوښتل چې د ستراتیژیک پلان د ټولو موخو د تحقق لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

پنج‌شنبه
۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۴۹
Background image

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی در پوهنتون نیمروز برگزار شد

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی در پوهنتون نیمروز برگزار شد

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی برای استادان، کارمندان، محصلان پوهنتون‌های امارتی و خصوصی و هم‌چنان طلاب مدارس. . .

BACK TO NEWS