په نیمروز پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار ترسره شو

nimu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳
1234

زرنج، ۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار د نیمروز پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال له لوري د دې تحصیلي بنسټ د رهبرۍ پلاوي، کادري او اداري کارکوونکو او محصلینو په حضور کې ترسره شو.

د پروګرام په پیل کې، مولوي حافظ فضل‌احمد شهیدزاده د مالي او اداري چارو مرستیال، د بیت‌المال د مقام په اړه د قرآن کریم د ارشاداتو او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرامینو په استناد خبرې وکړې او په مالي چارو کې یې د امانت‌دارۍ، شفافیت او د حساب ورکونې د اصولو د مراعتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه همدارنګه د خپلو خبرو په دوام کې د نیمروز پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال مالي لاسته‌راوړنې او عمراني او ساختماني پروژې په مفصل ډول تشریح کړې او ترسره شوي فعالیتونه او پرمختګونه یې د ګډونوالو لپاره په منظم ډول وړاندې کړل.

د یاد پروګرام په دوام کې، مفتی بسم‌الله بسام د نیمروز پوهنتون رئیس، د مالي برخې د کړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د کارکوونکو د هڅو او زحمت ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي امارت په نظام کې د افرادو هڅې او زحمت هېڅکله له پامه نه غورځول کېږي او د صادقانه خدمتونو قدرداني یو مهم اصل ګڼل کېږي.

د پروګرام په پای کې، د مالي او اداري چارو د کارکوونکو له هڅو او خدمتونو څخه مننه او ستاینه وشوه او غونډه د نیمروز پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولانا محمد صدیق بني‌کمال او د محصلینو په خیر دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.
دغه پروګرام د نیمروز پوهنتون د مالي او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز پوهنتون د علمي او اداري کادر له غړو څخه جوړ هیئت د علمي او فرهنګي سفر په موخه د هرات ولایت او جامي خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د نظري پروګرامونو او عملي تجربو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو له معیارونو سره د بلدتیا، د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو، د څېړنې او تفکر د روحیې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۳
Background image

د اداري فساد سره مبارزه او په اسلام کې د هغه د مخنیوي لارې چارې تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.

 

 

دغه علمي پروګرام د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر غړي، مولوي سعدالله مجددي، د اداري فساد د رامنځته کېدو لاملونو او. . .

BACK TO NEWS