د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
نیمروز پوهنتون له بېلابېلو امارتي او خصوصي ادارو او بنسټونو سره د علمي همکاریو د پراختیا او اغېزمنو اړیکو د رامنځته کولو په موخه د خپلو هڅو په دوام، له میرویس خان نیکه زابل امارتي پوهنتون سره د علمي همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړهلیک د لاسلیک په غونډه کې د نیمروز پوهنتون رئیس مفتي بسمالله بسام د تحصیلي بنسټونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د ا.ا.ا. د نظام له حاکمیت سره د بېلابېلو ادارو او بنسټونو ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او همکاریو زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې نیمروز پوهنتون هم له میرویس خان نیکه پوهنتون سره د علمي او مسلکي همکاریو پراختیا ته ژمن دی او په بېلابېلو برخو کې به له اړینې همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
ورپسې د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي عبدالصمد سیال، د دغه هوکړهلیک د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه او په علمي چارو او نورو هوکړه شویو برخو کې یې د یاد پوهنتون پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
دغه اووه (۷) مادهییز هوکړهلیک د دواړو تحصیلي بنسټونو ترمنځ د علمي، مسلکي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا او له ګډو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه لاسلیک شو.
دوشنبه
۰۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ربیعالثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
