پالیسی آزادی علمی (اکادمیک) در پوهنتون نیمروز

د نیمروز پوهنتون د علمي (اکاډميکې) آزادۍ پالیسي

سریزه

د ټولنو د پرمختګ او ودې له مهمو بنسټیزو شاخصونو څخه یو هم علمي وده ده. دا وده تر ډېره د لوړو زده‌کړو د بنسټونو او څېړنیزو مرکزونو له لارې تحقق مومي.

خو د افغانستان د علمي او اکاډمیکو بنسټونو وضعیت په ځانګړي ډول په تېرو څلورو لسیزو کې ښيي چې علمي څېړنې د خپل واقعي او معیاري مفهوم له مخې چندانې وده نه ده کړې.

د دې حالت یو اساسي لامل د علمي آزادۍ اصل ته کمه پاملرنه ده. دغه کم‌توجهی د علمي او تعلیمي فعالیتونو د کیفیت د ټیټېدو لامل شوې ده.

روښانه ده چې هر څومره په یوه ټولنه کې علمي آزادۍ ته ارزښت ورکړل شي، خنډونه یې لرې شي او لازم امکانات د هېواد د روڼ اند قشر، په ځانګړي ډول استادانو او محصلانو ته برابر شي، همغومره به د ټولنې هر اړخیزه (مادي او معنوي) وده چټکه شي.

د علمي آزادۍ تعریف

که څه هم د علمي آزادۍ په تعریف کې بشپړ توافق نشته، خو د موضوع د وضاحت لپاره یې داسې تعریفولای شو:

علمي آزادي (Academic Freedom) یو بنسټیز حق دی چې پر اساس یې د علمي ټولنې غړي کولای شي په فردي یا ډله‌ییزه توګه د علم په تولید، نقد، اصلاح، پراختیا، لېږد او کارونې کې ونډه واخلي، پرته له دې چې له غیرعلمي مداخلو، ناعادلانه محدودیتونو یا مغرضانه فشارونو سره مخ شي.

په دې چوکاټ کې دا مهمه ده چې د علمي ټولنې غړي په خپلو تدریسي، څېړنیزو او خدماتي فعالیتونو کې له هر ډول تبعیض څخه خوندي وي او دولت او اړوند بنسټونه د اسلامي نظام د قوانینو په رڼا کې د هغوی حقوق تضمین کړي.

همدارنګه، علمي آزادي د ټولنې ټولو افرادو ته د علمي بنسټونو عادلانه لاسرسی تضمینوي، یعنې افراد کولای شي د منل شویو علمي معیارونو پر بنسټ، پرته له خنډونو، د استاد، محصل، څېړونکي یا مدیر په توګه د علمي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.

له دې مخې، محصلان حق لري چې د خپلې خوښې رشته او د زده‌کړې ځای وټاکي، استاد انتخاب کړي، په درسي بحثونو کې نقادانه ګډون وکړي، د تدریس کیفیت وارزوي، د څېړنیزو موضوعاتو (مقالې او پایلیک) ټاکنه وکړي او په علمي، درسي او اداري فعالیتونو کې برخه واخلي.

سربېره پر دې، محصلانو ته باید زمینه برابره شي چې د هغو پرېکړو په اړه خپل نظر څرګند کړي چې پر هغوی اغېز لري او د هغوی نظرونه د پرېکړو په بهیر کې په پام کې ونیول شي. د محصلانو ګډون په کمېټو او د تدریس د کیفیت ارزونه کې د تعلیمي کیفیت د لوړولو لپاره مهم رول لري.

د علمي آزادۍ اساسي مفاهیم

  1. پوهنتون د علمي آزادۍ ملاتړ کوي او استادانو او محصلانو ته په علمي بحثونو او غونډو کې د ازاد ګډون زمینه برابروي.
  2. علمي آزادي د استعدادونو د غوړېدو او د شخصیت د ودې لامل ګرځي، چې دا د ښوونې او روزنې اساسي موخې دي.
  3. دا اصل د علمي کادر غړو ته د فکري او فلسفي لیدلورو د لرلو حق ورکوي او د لوړو زده‌کړو د نظام فکري انسجام پیاوړی کوي.
  4. استادان او محصلان کولای شي خپل نظرونه په شفاهي، لیکلي او برېښنایي بڼه پرته له وېرې څرګند کړي، په دې شرط چې د نورو حقونو ته زیان ونه رسوي.
  5. د علمي کادر غړي باید مسلکي وړتیا، علمي صداقت او د خپل تخصص او نظام پر وړاندې ژمنتیا ولري.
  6. علمي آزادي د عامه ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د څېړنې او د هغې د پایلو د خپرولو حق تضمینوي.
  7. پوهنتون ژمن دی چې د علمي څېړنو پایلې، تر هغه چې د ټولنې ګټو ته زیان ونه رسوي، پرته له سانسوره خپرې کړي.
  8. په علمي چارو کې سیاسي مداخله د منلو وړ نه ده.
  9. استادان او محصلان کولای شي د درسي موادو په محتوا کې د اړتیا له مخې د بدلون وړاندیز وکړي.
  10. علمي نقد او د نظریاتو ننګول چې د اسلامي اصولو په رڼا کې وي، مشروع دي او باید د مجازاتو سبب ونه ګرځي.
  11. د علمي معیارونو په چوکاټ کې د استاد خپلواکي د محصلانو په ارزونه کې خوندي ده.
  12. استادان حق لري چې د تدریس مناسب میتود وټاکي.
  13. پوهنتون مکلف دی چې د علمي آزادۍ د تحقق لپاره لازم امکانات برابر کړي.

هغه موارد چې علمي آزادي ورته اجازه نه ورکوي

  1. علمي آزادي د ګواښ، سپکاوي، وېرولو او د نظرونو د تحمیل اجازه نه ورکوي.
  2. دا اصل د محصلانو تعلیمي مسؤلیتونه نه لغوه کوي او هغوی باید علمي اصول مراعت کړي.
  3. علمي آزادي د غیرمسلکي او بې‌کفایته اشخاصو دوامداره پاتې کېدل نه تضمینوي.
  4. له قانوني تخلفاتو او غیرقانوني کړنو ملاتړ نه کوي.
  5. د پوهنتون د مقرراتو رعایت الزامي دی، خو د ناعادلانه قوانینو نقد کول مجاز دي.
  6. د سرغړونو په صورت کې باید عادلانه او قانوني چلند وشي.
  7. هغه څوک چې د علمي تخلفاتو په اړه ځواب ورکوونکی نه وي، د علمي آزادۍ له ملاتړ څخه بې‌برخې کېږي.

پایله

علمي آزادي، سره له دې چې د استادانو او محصلانو د علمي ودې لپاره زمینه برابروي، ځانګړي حدود او مسؤلیتونه هم لري. د دې اصل سم تفسیر د علم د کیفیت د لوړولو او د اسلامي ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي؛ خو ناسم تعبیر یې کولای شي د علمي نظام د کمزورتیا لامل شي.

نیمروز پوهنتون، د اسلامي نظام د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې، د علمي آزادۍ د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره ژمن دی.

دا پالیسي د کیفیت د لوړونې کمېټې د (        ) ثبت شمېرې او         /        /۱۴۰۵نېټې په غونډه کې تصویب او د علـــــمي شورا د (        ) ثبت شمېرې او           /       /۱۴۰۵نېټې تر تأیید وروسته نافذ ده.

 

 

پالیسی آزادی علمی (اکادمیک) در پوهنتون نیمروز

مقدمه

یکی از بنیانی‌ترین شاخص‌های توسعه و پیشرفت جوامع، رشد علمی آن‌ها محسوب می‌شود. این رشد عمدتاً از طریق نهادهای تحصیلات عالی و مراکز تحقیقاتی تحقق می‌یابد. با این حال، بررسی وضعیت نهادهای علمی و آکادمیک در افغانستان به‌طور خاص در بیش از چهار دههٔ اخیر نشان می‌دهد که فعالیت‌های تحقیقی به مفهوم دقیق و نظام‌مند آن، کمتر مورد توجه قرار گرفته است.

یکی از عوامل اساسی این وضعیت، عدم توجه کافی به اصل آزادی علمی است. این کم‌توجهی، به‌نوبهٔ خود، موجب کاهش کیفیت فعالیت‌های آموزشی و تحقیقی در نهادهای علمی گردیده است.

هر اندازه در یک جامعه به آزادی علمی ارج نهاده شود، موانع آن برطرف گردد و امکانات و منابع لازم در اختیار نخبگان، به‌ویژه استادان و محصلان، قرار گیرد، به همان میزان روند رشد و توسعهٔ همه‌جانبهٔ جامعه اعم از مادی و معنوی شتاب بیشتری خواهد گرفت.

تعریف آزادی علمی

با وجود نبود اجماع کامل در خصوص تعریف آزادی علمی، می‌توان آن را چنین تبیین نمود:

آزادی علمی (Academic Freedom) حقی بنیادین است که به موجب آن، متخصصان و اعضای جامعهٔ علمی می‌توانند به‌صورت فردی یا جمعی، در عرصه‌های مختلف علمی به تولید، نقد، اصلاح، توسعه، انتقال و کاربرد علم بپردازند، بدون آن‌که با مداخلات غیرعلمی، محدودیت‌های ناموجه یا انگیزه‌های مغرضانه مواجه شوند.

در این چارچوب، تأکید اساسی بر آن است که اعضای جامعهٔ علمی در فعالیت‌های آموزشی، تحقیقی و خدمات علمی خود، از هرگونه تبعیض مصون باشند و دولت و نهادهای ذی‌ربط نیز مکلف به رعایت و تضمین حقوق آنان در چارچوب قوانین نافذهٔ نظام اسلامی باشند.

همچنین، آزادی علمی مستلزم دسترسی عادلانهٔ همهٔ افراد جامعه به نهادهای علمی است؛ به این معنا که افراد بتوانند بر اساس معیارهای پذیرفته‌شدهٔ علمی، بدون موانع غیرموجه، به‌عنوان استاد، محصل، محقق یا مدیر، عضویت جامعهٔ علمی را کسب نمایند.

بر این اساس، محصلان از حقوقی چون انتخاب رشته و محل تحصیل، انتخاب استاد، مشارکت نقادانه در مباحث درسی، ارزیابی کیفیت تدریس، انتخاب موضوعات تحقیقی (مقاله و پایان‌نامه) و مشارکت در فعالیت‌های علمی، آموزشی و مدیریتی پوهنتون، در چارچوب معیارهای علمی و قوانین نافذه نظام اسلامی، برخوردار می‌باشند.

علاوه بر این، محصلان باید فرصت داشته باشند دیدگاه‌های خود را در خصوص تصمیماتی که بر آن‌ها تأثیرگذار است، ابراز نمایند و نظرات‌شان در فرآیند تصمیم‌گیری لحاظ گردد. در این راستا، مشارکت تدریجی محصلان در کمیته‌ها و ارزیابی کیفیت تدریس، می‌تواند نقش مؤثری در ارتقای کیفیت آموزشی ایفا نماید.

مفاهیم اساسی آزادی علمی

  1. پوهنتون متعهد به حمایت از آزادی علمی بوده و زمینهٔ مشارکت آزادانهٔ استادان و محصلان را در محافل علمی داخلی و خارجی فراهم می‌سازد.
  2. آزادی علمی موجب شکوفایی استعدادها و رشد شخصیت فردی می‌گردد که از اهداف اساسی نظام تعلیم و تربیه محسوب می‌شود.
  3. این اصل، حق اعضای کادر علمی را در داشتن دیدگاه‌های فلسفی و تعهدات فکری-عقلانی به رسمیت می‌شناسد و انسجام فکری نظام تحصیلات عالی را تقویت می‌کند.
  4. اعضای کادر علمی و محصلان می‌توانند دیدگاه‌های خود را به‌صورت گفتاری، نوشتاری و دیجیتال، بدون هراس از مجازات، بیان نمایند؛ مشروط بر آن‌که به حقوق دیگران آسیب وارد نشود.
  5. اعضای کادر علمی مکلف به رعایت صلاحیت‌های مسلکی، صداقت علمی و تعهد در قبال نظام تحصیلات عالی و رشتهٔ تخصصی خویش می‌باشند.
  6. آزادی علمی، در چارچوب منافع عامه و ارزش‌های نظام اسلامی، حق انجام تحقیق و نشر نتایج آن را تضمین می‌نماید.
  7. پوهنتون متعهد است نتایج تحقیقات علمی را در صورتی که به منافع جامعه آسیب نرساند بدون سانسور منتشر نماید.
  8. هیچ‌گونه مداخلهٔ سیاسی در فعالیت‌های علمی استادان پذیرفته نیست.
  9. استادان و محصلان می‌توانند در محتوای دروس، متناسب با نیازهای علمی و بازار کار، پیشنهاد اصلاحی ارائه نمایند.
  10. نقد علمی و به چالش کشیدن دیدگاه‌ها که در چارچوب اصول اسلامی باشد، مجاز است و نباید موجب تنبیه یا مجازات گردد.
  11. استقلال استاد در ارزیابی محصلان، در چارچوب معیارهای علمی و عدالت آموزشی، مورد حمایت قرار می‌گیرد.
  12. استادان حق انتخاب روش تدریس متناسب با محتوای درسی را دارند.
  13. پوهنتون مکلف است شرایط و امکانات لازم برای تحقق آزادی علمی را فراهم سازد.

موارد محدودیت آزادی علمی

  1. آزادی علمی اجازهٔ تهدید، تحقیر، ارعاب یا تحمیل دیدگاه‌ها بر دیگران را نمی‌دهد.
  2. این اصل، مسئولیت‌های آموزشی محصلان را ساقط نمی‌کند و آنان مکلف به رعایت اصول و ضوابط اکادمیک می‌باشند.
  3. آزادی علمی، استمرار فعالیت افراد فاقد شایستگی علمی را تضمین نمی‌کند.
  4. از تخلفات قانونی و مجازات‌های خارج از چارچوب پوهنتون حمایت نمی‌نماید.
  5. رعایت مقررات نهاد تحصیلی الزامی است؛ هرچند حق نقد قوانین غیرعادلانه محفوظ می‌باشد.
  6. در صورت تخطی، رسیدگی قانونی عادلانه و مبتنی بر شواهد الزامی است.
  7. عدم پاسخگویی در برابر تخلفات علمی و نقض اصول اخلاقی، موجب سلب حمایت از آزادی علمی می‌گردد.

نتیجه‌گیری

آزادی علمی، در عین فراهم‌سازی بستر مناسب برای رشد علمی استادان و محصلان، دارای حدود و مسئولیت‌هایی نیز می‌باشد. تفسیر صحیح این اصل، موجب ارتقای کیفیت علمی و توسعهٔ پایدار در جامعهٔ اسلامی می‌گردد؛ در حالی‌که برداشت نادرست از آن می‌تواند به بی‌نظمی و تضعیف نظام علمی بینجامد.

پوهنتون نیمروز، در پرتو قوانین، مقررات و طرزالعمل‌های نظام اسلامی، خود را متعهد به حمایت و تقویت آزادی علمی دانسته و در این مسیر گام‌های عملی برمی‌دارد.

این پالیسی در جلسهٔ شماره ثبت (         ) مورخ        /      /۱۴۰۵ کمیتهٔ عمومی ارتقای کیفیت و اعتباردهی علمی تصویب و پس از تأیید شورای علمی پوهنتون در شماره ثبت (       ) مورخ        /       /۱۴۰۵ لازم‌الاجرا است.