د ښوونه او روزنې پوهنځی تاریخچه

معاصرې ټولنې خپل پرمختګونه په بېلابېلو برخو کې د ځوانې، فعالې او متحرکې ځواک له برکته ترلاسه کړي دي، چې دا ځواک د علمي بنسټونو، په ځانګړې توګه پوهنتونونو او لوړو تعلیمي مؤسساتو له لارې د هېواد په خدمت بوخت دی. دغه علمي بنسټونه د تعلیمي، څېړنیزو او انکشافي پروګرامونو په وړاندې کولو سره د ټولنې د بدلون او پرمختګ اصلي عوامل ګڼل کېږي. د هغو هېوادونو تاریخ چې په علم او ټکنالوژۍ کې بریالي شوي، ښيي چې ټول علمي او پرمختیایي بدلونونه د دغو علمي مرکزونو دقیقو او ستراتیژیکو پلانونو پایله ده.

د نیمروز پوهنتون د ښوونه او روزنه پوهنځی په کال ۱۳۹۶ کې د دې پوهنتون د تاسیس سره رامنځته شو. دغه پوهنځی د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژۍ په برخو کې د مختلفو دیپارتمنتونو د پرانستلو له لارې خپل فعالیت پیل کړ. وروسته، په کال ۱۳۹۸ کې، د وزارت تحصیلات عالی په همکارۍ، د پشتو ژبې او ادبیاتو او د دری ژبې او ادبیاتو دیپارتمنتونه هم دې پوهنځي ته ورزیات شول.

دغه پوهنځی د پوهنتون د نورو ریاستونو، د هېواد د پوهنځیو د ښوونې او روزنې ریاستونو او له خلکو سره د نږدې همکارۍ له لارې، په علمي او تعلیمي برخه کې مهم او اغیزمن ګامونه پورته کړي دي، ترڅو د هېواد د علمي او تعلیمي سطحې لوړولو کې ونډه ولري.