په نیمروز پوهنتون کې د علمي کادر د غړو د دندو او مکلفیتونو د تنظیم او لارښوونې تشریح سمینار ترسره شو.

nimu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴
14

نیمروز، ۱۴ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۱۲ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د نیمروز پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځی د دې پوهنځی د علمي کادر د غړو لپاره یو سمینار د وظایفو او مکلفیتونو د تنظیم او تشریح په موخه ترسره کړ.

دغه سمینار د محترم رهبري د لارښوونو پراساس او د تحصیلي اصولو، لوایحو او مقرراتو د ښه پلي کولو لپاره د علمي کادر د غړو د دندو، صلاحیتونو او مسؤلیتونو د وضاحت په هدف جوړ شوی و.

په دې پروګرام کې ویناوالانو د علمي کادر د غړو د دقیقو دندو د تنظیم اهمیت، د صلاحیتونو حدود، د تدریس، څېړنې او اداري مسؤلیتونه، د مسلکي او اخلاقي اصولو رعایت، د نافذه لوایحو او مقرراتو پابندي، د علمي فعالیتونو د ارزونې طریقه، او د استادانو رول د تحصیلي کیفیت په لوړولو کې، په پراخه توګه توضیح کړ.

همدارنګه د استادانو مسؤلیتونو ته په تدریس کې مؤثره فعالیت، د درسي پلانونو ترتیب او پلي کول، منظم حاضري، د اکادمیک نظم او انضباط رعایت، علمي څېړنې ترسره کول، په علمي کمېټو کې فعاله ونډه اخیستل او د پوهنتون له ادارې سره نږدې همکاري، ځانګړې پاملرنه وشوه. په دې سمینار کې د علمي دندو د ترسره کولو پر مهال د ژمنتیا، صداقت، د اسلامي شریعت اصولو او ملي ارزښتونو رعایت هم بحث او ارزونه وشوه.

په پای کې، ګډونوالو خپل پوښتنې، نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل چې ویناوالو په حوصله‌مندي سره اړین ځوابونه ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د دې سمینار وړاندې کول د پوهنيار شفیع‌الله ویاړ او پوهنيار عبدالکریم بارکزي لخوا، د تعلیم او تربیې پوهنځی د علمي کادر غړو، ترسره شول.

دا سمینار په علمي او دوستانه فضا کې ترسره شو او په پای کې د خیر دعا سره ختم شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه

د نیمروز پوهنتون رئیس د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو له بهیر څخه څارنه وکړه

د نیمروز پوهنتون رئیس، مفتي بسم‌الله بسام، د خپل مل پلاوي سره یو ځای د بارک خصوصي پوهنتون د ازموینو د بهیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار ترسره شو

زرنج، ۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار د نیمروز پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال له لوري د دې تحصیلي بنسټ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۵
Background image

د نیمروز پوهنتون کې د پروپوزل لیکنې سمینار ترسره شو

زرنج، ۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۱ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د علمي کادر د غړو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د «د استادانو د علمي رتبې د ترفیع لپاره د پروپوزل د چمتو کولو او. . .

BACK TO NEWS