د ۱۴۰۳-۱۴۰۷ هـ.ش کلونو لپاره د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک پلان د تشریح سمینار ترسره شو!

nimu_admin
456

نن پنج‌شنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدې ۱۰مه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال سره برابره ده، د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ تر ۱۴۰۷ هـ.ش کلونو لپاره د ستراتیژیک پلان د تشریح سمینار د دې مؤسسې د ستراتیژیک پلان د ترتیب او تطبیق د څار کمیټې له خوا د مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د رهبری، علمي او اداري کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، له هغې وروسته د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار نورالله "عابدي" ، د سمینار اجندا معرفي کړه او د دې سمینار پر ارزښت یې ټینګار وکړ، څو د مؤسسې د پروګرامونو کیفیت لوړ شي.

ورپسې د مؤسسې د تاریخچې، لیدلوري، مأموریت، ارزښتونو او د ستراتیژیک پلان د ترتیب اهمیت په اړه مفصلې خبرې وشوې.

نوموړي د مؤسسې لنډمهاله او اوږدمهاله اهداف تشریح کړل او د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې د دقیق پلان جوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ. یاد شوي اهداف د علمي جوړښتونو ښه‌والی، د تعلیمي پروګرامونو پراختیا، او د مؤسسې د څېړنیزو ظرفیتونو پیاوړتیا په نظر کې نيسي.

همدارنګه، د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د تعلیم او تربیې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سعیدالله "سجاد" د مؤسسې د ستراتیژیو، د QSPM موډل، د عملیاتي پلان او د پنځه کلن مالي پلان (۱۴۰۳-۱۴۰۷ هـ.ش) په اړه وضاحت وړاندې کړ.

همداراز، د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مفتي بسم‌الله "لطیفي" د سمینار په پای کې وویل چې اصل کار، عمل دی، او موږ ټول باید په عمل کې ونډه واخلو او دا علمي مرکز د لا پرمختګ په لور رهبري کړو. سمینار د دوی په دعا سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د ۱۴۰۳-۱۴۰۷ هـ.ش کلونو لپاره د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک پلان د تشریح سمینار ترسره شو!

نن پنج‌شنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدې ۱۰مه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال سره برابره ده، د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ تر ۱۴۰۷ هـ.ش کلونو لپاره د ستراتیژیک پلان د تشریح سمینار د دې مؤسسې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۳۵
Background image

اطلاعیه!

خبرتیا!

د ۱۴۰۳ لمریز کال عمومي کانکور ازموینې ټولو هغو ګډونوالو ته؛ چې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې څلورګونو پوهنځيو ته بريالي شوي، خبر ورکول کېږي چې د نوم ليکنې پروسه یې پیل شوې ده او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۰:۲۱
Background image

اطلاعیه!

ټولو هغو فاضلانو ته چي د خپلي عالميه دوري اسنادو د ارزیابی په موخه یی ازموینه ورکړي وه، خبر ورکول کيږي چې د خپلو نمرو د کارموندنی فورمي تائيد د علمي سويى تثبيت او د فراغت استعلام په اړه . . .

Back to announcements