د ۱۴۰۳-۱۴۰۷ هـ.ش کلونو لپاره د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې ستراتیژیک پلان د تشریح سمینار ترسره شو!

nimu_admin
456

نن پنج‌شنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدې ۱۰مه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال سره برابره ده، د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ تر ۱۴۰۷ هـ.ش کلونو لپاره د ستراتیژیک پلان د تشریح سمینار د دې مؤسسې د ستراتیژیک پلان د ترتیب او تطبیق د څار کمیټې له خوا د مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د رهبری، علمي او اداري کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، له هغې وروسته د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار نورالله "عابدي" ، د سمینار اجندا معرفي کړه او د دې سمینار پر ارزښت یې ټینګار وکړ، څو د مؤسسې د پروګرامونو کیفیت لوړ شي.

ورپسې د مؤسسې د تاریخچې، لیدلوري، مأموریت، ارزښتونو او د ستراتیژیک پلان د ترتیب اهمیت په اړه مفصلې خبرې وشوې.

نوموړي د مؤسسې لنډمهاله او اوږدمهاله اهداف تشریح کړل او د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې د دقیق پلان جوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ. یاد شوي اهداف د علمي جوړښتونو ښه‌والی، د تعلیمي پروګرامونو پراختیا، او د مؤسسې د څېړنیزو ظرفیتونو پیاوړتیا په نظر کې نيسي.

همدارنګه، د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د تعلیم او تربیې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سعیدالله "سجاد" د مؤسسې د ستراتیژیو، د QSPM موډل، د عملیاتي پلان او د پنځه کلن مالي پلان (۱۴۰۳-۱۴۰۷ هـ.ش) په اړه وضاحت وړاندې کړ.

همداراز، د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مفتي بسم‌الله "لطیفي" د سمینار په پای کې وویل چې اصل کار، عمل دی، او موږ ټول باید په عمل کې ونډه واخلو او دا علمي مرکز د لا پرمختګ په لور رهبري کړو. سمینار د دوی په دعا سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

Mon, Jul 13 2026 12:29 PM
Background image

اطلاعیه ثبت‌نام محصلین جدیدالشمول!

براساس رهنمایی وزارت تحصیلات عالی، به آنعده از محصلین که از طریق امتحان کانکور ۱۴۰۵ به پوهنځی‌های چهار‌گانه پوهنتون نیمروز راه یافته‌اند، اطلاع داده می‌شود که روند ثبت‌نام آنان از تاریخ . . .

Sun, May 04 2025 2:25 PM
Background image

!خبرتیا

د ۱۴۰۴ ه.ش عمومي کانکور دیني مدارسو او اختصاصی (څوارلسم پاسانو)

Sun, Aug 04 2024 11:35 AM
Background image

اطلاعیه!

خبرتیا!

د ۱۴۰۳ لمریز کال عمومي کانکور ازموینې ټولو هغو ګډونوالو ته؛ چې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې څلورګونو پوهنځيو ته بريالي شوي، خبر ورکول کېږي چې د نوم ليکنې پروسه یې پیل شوې ده او . . .

Back to announcements