مالی او اداري چاور معاونیت

د نیمروز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت د پوهنتون د مهمو ستنو څخه دی. تحصیلات عالي معیاري او اسلامي د وزارت تحصیلات عالي اساسي لومړیتوبونه دي، چې د علمي وده، اسلامي فرهنګ پراختیا، د ملي هویت پیاوړتیا او مؤثره ادارې لپاره ملي ژمنتیا او هڅې ته اړتیا لري.

دغه معاونیت د پوهنتون ټولو مالي او اداري چارو د سمبالښت، بودجې د ترتیب، د عوایدو او مصارفو د څارنې، د پیسو د سم مدیریت او د اړینو منابعو برابرولو مسوولیت لري. د دې معاونیت لاندې مهمې څانګې فعالیت کوي:

  • د کارکوونکو مدیریت
  • د اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت
  • مالي او حسابي مدیریت
  • د تدارکاتو، تهیه او خدماتو مدیریت
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت

معاونیت تل هڅه کوي چې د بودجې تطبیق، د بشري ځواک ګمارنه، د اړینو وسایلو برابرول، او د پوهنتون د ټولو څانګو فعالیتونه د شفافیت او مؤثریت له مخې پرمخ یوسي.

شعار:
شفافیت، کارایي، پرمختګ

رسالت:
د مالي او اداري سیستمونو عصري کول، د پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو عامه پوهاوی، د تعلیمي او تحقیقې اهدافو ملاتړ، د منابعو مؤثره مدیریت، او د ټولو کارکوونکو لپاره د ملاتړ چاپیریال برابرول.

لیدلوری:
یو شفاف او مؤثر مالي او اداري نظام رامنځته کول چې پوهنتون د مالي او بشري منابعو په مدیریت کې یو نمونه وګرځي. دغه معاونیت د نوو ټکنالوژیو په کارولو سره هڅه کوي غوره اداري او مالي خدمتونه محصلینو، استادانو او کارکوونکو ته وړاندې کړي.

هدفونه:

  • د مالي او اداري منابعو په مدیریت کې شفافیت او کارایي لوړول
  • د معلوماتي او مدیریتي سیستمونو ښه والی
  • د پوهنتون د مختلفو څانګو ترمنځ همغږي او همکارۍ پیاوړتیا
  • د محصلینو، استادانو او کارکوونکو رضایت لوړول
  • د پایدار او رغنده کاري چاپیریال رامنځته کول

ارزښتونه:

  • شفافیت
  • عدالت
  • حساب ورکونه
  • دنده‌مندي او وجدان کاری
  • خلاقیت او نوآوري
  • د مسلکي اخلاقو مراعات او ژمنتیا

لاسته راوړنې:
معاونیت د کال په اوږدو کې لاندې مهمې پروژې او بریاوې ترسره کړي:

  • د پوهنتون د ورودي دروازې اسفالټ سړک پروژه
  • د پوهنتون داخلي سړکونو او لیلیې د ترمیم پروژې
  • د پوهنتون د بریښنا برجک پروژه
  • د پوهنتون کمپیوټر او پرنټرونو د اخیستلو پروژه
  • د استادانو او لیلیې لپاره اړین فرشونه
  • د مرکز انکشاف مسلکي لپاره د کمپیوټر او پرنټرونو پروژه
  • د قرطاسیه تهیه او ترسیل
  • د پوهنتون نوي ودانۍ هموارکاري
  • د سولر سیسټم بشپړول
  • د پوهنځیو د لابراتوارونو اړین مواد
  • د اداري کادر استخدام
  • د پوهنتون د نوې ساحې ښکلا او سمبالښت نورې پروژې