مولوي عبدالمنان محمود، د نیمروز ولایت والی، د دې ولایت له پوهنتون څخه لیدنه وکړه

nimu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
0003

زرنج، ۱۹ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش
مولوی عبدالمنان محمود، د نیمروز ولایت والی، د خپل هیأت سره یو ځای، چې مفتی بسم‌الله بسّام، د نیمروز پوهنتون رئیس، هم ورسره و، د نیمروز پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

لومړی، مفتی بسم‌الله بسّام د نیمروز پوهنتون رئیس، د هرکلي په څرګندولو سره د پوهنتون ټولې برخې معرفي کړې.

مولوی عبدالمنان محمود، د نیمروز ولایت والی، د دې لیدنې پر مهال د اداري او تحصیلي چارو د کیفیت د ښه‌والي، د بېلابېلو برخو په نظم کې د ښه‌والي، او د محصلینو لپاره د مناسب شرایطو د برابرولو ټینګار وکړ. هغه همدارنګه وویل چې د ولایت مقام به د موجوده ستونزو د حل، د تحصیلي شرایطو د ښه‌والي، او د نیمروز پوهنتون د پرمختګ لپاره د لازمو امکاناتو برابرولو په برخه کې خپله هر اړخیزه همکاري ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د نیمروز پوهنتون د څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «رهبرۍ مهارتونو» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو

د نیمروز پوهنتون د کارموندنې او کارآفرینۍ مرکز له لوري د یاد پوهنتون د څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «رهبرۍ مهارتونو» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د نیمروز پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

 

نیمروز پوهنتون له بېلابېلو امارتي او خصوصي ادارو او بنسټونو سره د علمي همکاریو د پراختیا او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

BACK TO NEWS