د نیمروز پوهنتون کې د پروپوزل لیکنې سمینار ترسره شو

nimu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۵
785

زرنج، ۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۱ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د علمي کادر د غړو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د «د استادانو د علمي رتبې د ترفیع لپاره د پروپوزل د چمتو کولو او لیکلو له طریقې سره بلدتیا» تر سرلیک لاندې یو سمینار د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې له لوري ترسره شو.

دا سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي کادر د غړو په ګډون د یاد پوهنځي په ریاست کې دایر شو.

د سمینار په پیل کې، پوهنيار رضا جویا د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې مسؤل، د څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو د اهمیت او د علمي کادر د غړو د علمي رتبې په ترفیع کې د هغې د رول په اړه معلومات وړاندې کړل او استادان یې د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ته وهڅول.

وروسته پوهنيار جلیل محمدي د یو معیاري پروپوزل د جوړښت او د لیکلو د طریقې په اړه د علمي کادر غړو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د علمي پروپوزلونو د چمتو کولو مهم او اساسي ټکي یې وڅېړل او تشریح کړل.

د سمینار په وروستۍ برخه کې، ګډون کوونکو استادانو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل چې د وړاندې کوونکو له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.

#د_نشراتو_عمومي_مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۵
Background image

د نیمروز پوهنتون کې د پروپوزل لیکنې سمینار ترسره شو

زرنج، ۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۱ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د علمي کادر د غړو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د «د استادانو د علمي رتبې د ترفیع لپاره د پروپوزل د چمتو کولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

مولوي عبدالمنان محمود، د نیمروز ولایت والی، د دې ولایت له پوهنتون څخه لیدنه وکړه

زرنج، ۱۹ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش
مولوی عبدالمنان محمود، د نیمروز ولایت والی، د خپل هیأت سره یو ځای، چې مفتی بسم‌الله بسّام، د نیمروز پوهنتون رئیس، هم ورسره و، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د ونو د کينولو کمپاین پيل شو.

! یو محصل، یو ونه
ګرانو محصلینو، د یوې ونې په کينولو سره د شنې او له ناروغیو پاکې چاپیریال په جوړولو کې مرسته وکړئ.

BACK TO NEWS