د نیمروز پوهنتون د علمي او اداري کادر له غړو څخه جوړ هیئت د علمي او فرهنګي سفر په موخه د هرات ولایت او جامي خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

nimu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۵۰
666

د نظري پروګرامونو او عملي تجربو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو له معیارونو سره د بلدتیا، د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو، د څېړنې او تفکر د روحیې د پیاوړتیا، او د لوړو زده‌کړو د بنسټونو له فعالیتونو، لاسته راوړنو او تجربو سره د بلدتیا په موخه، د نیمروز پوهنتون د علمي او اداري کادر له غړو څخه جوړ هیئت هرات ولایت او جامي خصوصي پوهنتون ته علمي او فرهنګي سفر ترسره کړ.

دغه علمي سفر د نیمروز پوهنتون د کیفیت لوړونې او دیني ـ فرهنګي کمېټو په استازیتوب، د تفکر، تدبر او څېړنې د روحیې د پیاوړتیا، د علمي او اداري کادر د غړو د مسلکي پراختیا او علمي او اداري ظرفیت د لوړولو، د نیمروز پوهنتون او جامي خصوصي پوهنتون ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک د مفادو د پلي کولو، او د هرات ولایت له علمي چاپېریال او مرکزونو سره د بلدتیا په موخه ترسره شو.

د دې سفر په ترڅ کې، د نیمروز پوهنتون هیئت د جامي خصوصي پوهنتون له لیدنې سربېره، «د کیفیت د تضمین د معیارونو تفسیر» تر سرلیک لاندې په درې ورځني روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. په دغه پروګرام کې د کیفیت د تضمین او اړوندو معیارونو په اړه بحث او څېړنه وشوه او ګډونوالو د بېلابېلو برخو له کاري تجربو او عملي کاري طریقو سره بلدتیا پیدا کړه.

همدارنګه، هیئت د هرات ولایت له یو شمېر تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت له یوې برخې فرهنګي او تاریخي میراث سره یې بلدتیا ترلاسه کړه. د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له تولیدي شرکتونو څخه لیدنه او د تولیدي بهیر له نږدې مشاهده هم د دې علمي او فرهنګي سفر له نورو برخو څخه وه، چې ګډونوالو ته یې د هرات ولایت له صنعتي او اقتصادي ظرفیتونو سره د بلدتیا زمینه برابره کړه.

دغه سفر چې د نیمروز پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له خوا پلان او د نیمروز پوهنتون د رهبرۍ په ملاتړ او د دغه علمي بنسټ او جامي خصوصي پوهنتون د بېلابېلو برخو په همکارۍ ترسره شو، د تجربو د تبادلې، د ظرفیت لوړونې او د لوړو زده‌کړو د بنسټونو ترمنځ د علمي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې ارزښتمن فرصت برابر کړ.
د نیمروز پوهنتون هیئت د دغه علمي سفر په ترڅ کې، د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکولو له اړوندو فعالیتونو، څېړنیزو چارو، کاري طریقو، اداري فرهنګ، مدیریتي جوړښت، د علمي کادر د غړو ترمنځ له اړیکو او له شاوخوا چاپېریال سره د جامي خصوصي پوهنتون د تعامل له څرنګوالي سره له نږدې بلدتیا ترلاسه کړه.
د سفر په پای کې، دغه علمي او فرهنګي سفر د علمي او اداري کادر د غړو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو، د تجربو د تبادلې او د نیمروز پوهنتون او نورو لوړو زده‌کړو بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو اغېزمن ګام وبلل شو.
دوشنبه
۱۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صفر المظفر ۱۴۴۸ هـ.ق

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د ۱۷مې ګڼې فرمان د نیمروز پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یوه ښوونیز سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.
دغه پروګرام د نیمروز پوهنتون د مالي او اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز پوهنتون د علمي او اداري کادر له غړو څخه جوړ هیئت د علمي او فرهنګي سفر په موخه د هرات ولایت او جامي خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د نظري پروګرامونو او عملي تجربو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو له معیارونو سره د بلدتیا، د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو، د څېړنې او تفکر د روحیې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۳
Background image

د اداري فساد سره مبارزه او په اسلام کې د هغه د مخنیوي لارې چارې تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.

 

 

دغه علمي پروګرام د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر غړي، مولوي سعدالله مجددي، د اداري فساد د رامنځته کېدو لاملونو او. . .

BACK TO NEWS