د نوو جذب شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې پر بنسټ، هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې له لارې د نیمروز پوهنتون څلورو پوهنځیو ته بریالي شوي دي، خبر ورکول کېږي چې د دوی د نوملیکنې بهیر د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان له ۲۵مې نېټې څخه د اسد تر ۵مې نېټې پورې دوام لري.
له ټولو قدرمنو محصلینو څخه هیله کېږي چې په ټاکل شوې نېټه د نوملیکنې د ترسره کولو لپاره حاضر شي.
د نوملیکنې ځای: د نیمروز پوهنتون – د محصلانو عمومي مدیریت
