د اداري فساد سره مبارزه او په اسلام کې د هغه د مخنیوي لارې چارې تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره شو.

nimu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۳
555

 

 

دغه علمي پروګرام د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د شرعیاتو پوهنځي د علمي کادر غړي، مولوي سعدالله مجددي، د اداري فساد د رامنځته کېدو لاملونو او زمینه‌وو، په اسلامي نظام کې د اداري فساد د ځینو زیانونو پېژندنې، او د اداري فساد د مخنیوي او ورسره د مبارزې په اړه د اسلامي او اداري لارو چارو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په اسلامي نظام کې یو له مهمو اصولو څخه د مسئولیتونو سپارل وړ او اهل اشخاصو ته دي؛ ځکه د وړتیا پر بنسټ د دندو سپارل د روڼتیا، اداري عدالت او د اداري فساد د مخنیوي په تأمین کې بنسټیز رول لري.

د سیمینار په پای کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه د اسلامي اصولو پر مراعت، د امانت‌دارۍ، مسئولیت‌پالنې او کاري ژمنتیا د روحیې پر پیاوړتیا ټینګار وشو، او پروګرام د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

چهارشنبه
۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۴۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ پیل شوه

د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ، چې د څېړنې میتودولوژۍ، په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د علمي مقالو لیکلو او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د څرنګوالي په. . .

BACK TO NEWS