د نیمروز پوهنتون کې د پروپوزل لیکنې سمینار ترسره شو
زرنج، ۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۱ حوت ۱۴۰۴ هـ ش
د علمي کادر د غړو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د «د استادانو د علمي رتبې د ترفیع لپاره د پروپوزل د چمتو کولو او لیکلو له طریقې سره بلدتیا» تر سرلیک لاندې یو سمینار د نیمروز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې له لوري ترسره شو.
دا سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي کادر د غړو په ګډون د یاد پوهنځي په ریاست کې دایر شو.
د سمینار په پیل کې، پوهنيار رضا جویا د ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې مسؤل، د څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو د اهمیت او د علمي کادر د غړو د علمي رتبې په ترفیع کې د هغې د رول په اړه معلومات وړاندې کړل او استادان یې د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ته وهڅول.
وروسته پوهنيار جلیل محمدي د یو معیاري پروپوزل د جوړښت او د لیکلو د طریقې په اړه د علمي کادر غړو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د علمي پروپوزلونو د چمتو کولو مهم او اساسي ټکي یې وڅېړل او تشریح کړل.
د سمینار په وروستۍ برخه کې، ګډون کوونکو استادانو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل چې د وړاندې کوونکو له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.
#د_نشراتو_عمومي_مدیریت
