په نیمروز پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان پر بنسټ د عملياتي پلان د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو.

nimu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۱۳
456

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د نیمروز پوهنتون د کرنې پوهنځي د ستراتیژیک پلان پر بنسټ د عملياتي پلان د عامه پوهاوي سیمینار، د کرنې پوهنځي رئیس پوهنیار امیرمحمد عرفاني له لوري د یاد پوهنځي د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو ته وړاندې شو.

د دې سیمینار د جوړېدو موخه د کرنې پوهنځي د علمي کادر او اداري کارکوونکو لا زیاته بلدتیا د پوهنځي د عملياتي پلان له محتوا سره او د روان کال لپاره د پلان شویو فعالیتونو د اغېزمن تطبیق په موخه د لازم چمتووالي رامنځته کول و.

د پروګرام په ترڅ کې د عملياتي پلان موخې، فعالیتونه، اجرایي مسئولیتونه، د تطبیق مهالوېش او تمه کېدونکې پایلې ګډونوالو ته په تفصیلي توګه تشریح شوې. همدارنګه، د ټاکل شویو موخو د تحقق په برخه کې د ټولو څانګو پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.

په پای کې د علمي کادر له غړو او اداري کارکوونکو څخه غوښتنه وشوه چې د خپلو اړوندو برخو فعالیتونه د ټاکل شوي مهالوېش سره سم او په غوره توګه ترسره کړي او د پوهنځي د عملياتي پلان د موخو په پوره کولو کې فعاله ونډه واخلي.

سه‌شنبه
۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذوالحجة ۱۴۴۷ هـ.ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۴۹
Background image

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی در پوهنتون نیمروز برگزار شد

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی در پوهنتون نیمروز برگزار شد

مسابقهٔ علمی کتاب‌خوانی تربیت اسلامی برای استادان، کارمندان، محصلان پوهنتون‌های امارتی و خصوصی و هم‌چنان طلاب مدارس. . .

BACK TO NEWS