دیدگاه، ماموریت و اهداف

لید لوری (Vision):

نیمروز پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه په دې موخه هڅې کوي، چې د خپل علمي، مسلکي او ژمن کادري ټیم د ګډو فعالیتونو، نویو څېړنو او محصلینو ته د باکیفیته، متمرکزو نظري او عملي زده کړو وړاندې کولو له لارې به په نیږدې راتلونکي کې د هېواد د سوېل لودیځ زون په کچه یوه مخکښه، با اعتباره او اغېزمنه څانګه وي.

ماموریت (Mission) :

د پښتو ژبې او ادب څانګه ژمنه ده، چې ټولنې ته  داسې مسلکي او متخصص کادرونه او ښوونکي وړاندې کړي ، چې له نړۍوالو نورمونو سره د پښتو ژبې او ادب د تدریس وړتیا ولري، همدارنګه دغه څانګه د ادب ېیژندنې او ژب پېژندنې په برخو کې مسلکي  کسانو د روزلو، متونو د سمونې، سپړنې، څېړنې، لټونې، موندنې او ادبي اثارو د تخلیق مسؤلیت هم لري.

یادونه: د پښتو څانګې لیدلوری او ماموریت، د یادې څانګې د ۷/۴/۱۴۰۴ه ش نېټې په (۵) مه ثبت ګڼه ناسته کې تصویب او د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي شورا د ۱۷/۰۱/۱۴۴۷ه ق نېټې په (۵) مه ثبت ګڼه ناسته کې تایید شوی دی.

ارزښتونه (Merits  ):

څرنګه چې اسلام د بشري ژوند ټول اړخونه رانغاړي، نو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا، د کره او معیاري زده کړې تر څنګ د اخلاقو و نظم رعایتول او د یو و بل منلو روحیه  پیاوړي کول د پښتو څانګې له لومړیتوبونو څخه دي او لاندې ارزښتونو پلي کولو ته ژمنتیا لري:

  1. دیني او مذهبي مقدساتو ته درناوی او د اسلامي اخوت(ورورولۍ) ساتنه؛
  2. د امیرالمؤمنین حفظه الله او د هېود ټولو نافذه قوانینو ته درناوی؛
  3. د هېواد د لوړو زده کړو وزرات ارزښتونو ته درناوئ؛
  4. د څانګې او پوهنتون د کادري غړو د لاسته راوړنو ، تجربو، د همکارانو د علمي نوښت او خلاقیت درناوی؛
  5. ملي او سیمه ییزو ارزښتونو ته درناوی؛
  6. له فرصتونو او امکاناتو څخه برابره او مساوي ګټه اخیستنه؛
  7.  متقابله همکارۍ، رښتینولۍ او د حمیده اخلاقو دودولو ته درناوئ؛
  8.  د نظم رعایتول او اکاډمیکې خپلواکۍ ته درناوی؛

موخې:

د پښتو څانګې موخې پر دې پینځو (زده کړه‌ییزو، څېړنیزو، له ټولنې سره په تعامل او د انساني ځواک د مدیریت) محورونو راڅرخي او په لاندې ډول دي:

الف- زده کړه‌ییزې موخې:

  • د پښتو څانګې محصلینو او مینه‌والو ته په لوړه سطح د علمي او تحصیلي چوپړونو وړاندې کول؛
  • په څانګه کې د فردي ودې په موخه دزده کړییزو امکاناتو چمتو کول؛
  • د څانګې د استادانو د زده کړییزې سطحې  او علمي رتبې د لوړتیا په موخه د فرصتونو او امکاناتو چمتوکول؛
  •  په  زده کړییز بهیر کې په نړۍواله کچه د کارېدونکو درسي توکو او پرمختللې تکنالوژۍ څخه د استفادې په موخه هڅه و هاند؛

    ب-  د څېړنیزې تګلارې اړوندې موخې

  • د محصلینو او استادانو تحلیلي او څېړنیزې سطحې او وړتیاوو لوړول؛
  • په پښتو څانګه کې د څېړنیزو او پوهنیزو کړنو(فعالیتونو) ته  وده او پراختیا ورکول؛

     ج- د بشري سرچینو او مدیریت  د تګلارې اړوندې موخې

  • د څانګې د اداري او کادري غړو ترمنځ د قانونپالنې او ضوابط پالنې فرهنګ پیاوړي کول؛
  • د څانګې د علمي ، اداري او تدریسي چارو لپاره د ارزونې د اغېزمن سیستم د استفادې دودول؛
  • د بشري سرچینو د مدیریت پیاوړتیا او د اړتیا وړ متخصص کادر جذبول؛

    د- په پوهنځي او ټولنه کې د څانګې د چار(نقش) اړوندې موخې

  •  له ټولنې سره د همکارۍ د پراختیا په موخه د بالقوه وړتیا(ظرفیت) رامنځته کول؛
  • په هېواد کې د پرمختګ په لور د دولتي او خصوصي تحصیلي او مدیریتي بهیر ته د ځواب وینې په موخه د درسي چارو تناسب رامنخته کول؛

هـ ستراتیژیکې موخې

  1. د نیمروز پوهنتون ستراتیژیک پلان پر بنسټ د څانکې معیاري کول؛
  2. په کاري ساحه کې د اړینو نظري او عملي وړتیاوو او مهارتونو تر لاسه کول؛ 

د پښتو څانګې برنامې

پښتو څانګه د نیمروز پوهنتون په چوکاټ کې د ټولو هیوادوالو لپاره د پوهنې د پولو د پراخولو او د زده کړه ییزو شونتیاوو د برابرولو په موخه رامنځته شوه، دغه څانګه ټولنې ته د متخصص او مسلکي کادر په وړاندې کولو باندې مکلفه ده، د دې لپاره، چې کارونه مو منسجم او منظم مخې ته ولاړشي، نو د دغې څانګې برنامې او پلانونه په دوه ټولیو(لنډمهاله او اوږدمهاله) باندې ویشو.

الف- د پښتو څانګې لندمهاله برنامې:

        1. د پښتو څانګې لپاره ځانګړی کتابتون جوړل ؛
        2. د پښتو ژبې د زده کړې کورسونه  دایرول؛
        3. د نیمروز ولایت د ښوونکو لپاره د پښتو ژبې د تدریس ځانګړي سمینارونه جوړول؛
        4. د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د تجربو د تبادلې په موخه د باتجربه کادرونو رابلل؛
        5. پښتو څانګې ته د ځانګړې دیوالي جریدې رامنځته کول؛
        6. د محصلینو ټولنه رامنځته کول؛
        7. د ځانګړي ادبي بهیر او مشاعرو تر سره کول؛

ب- اوږد مهاله برنامې:

  1. د پښتو څانګې د استادانو لپاره د دکتورا د پروګرامونو لپاره زمینه برابرول؛
  2. د لوړو وړتیا لرونکو محصلینو لپاره په ملي او بین المللي کچه د ماسټرۍ د برنامو زمینه برابرول؛
  3. د پښتو څانګې لپاره د ځانګړې علمي مجلې رامنځته کول؛
  4. د څانګې په کچه د یوه معیاري څیړنیز مرکز رامنځته کول؛
  5. د څانګې استادانو ته د علمي رتبو اخیستو  په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول؛
  6. پورتنیو موخو ته د رسېدو لپاره د لازمو و اړینو شرایطو او زمینو برابرول؛

د پښتوڅانګې د استادانو پېژندګلوي

شماره

پېژندګلوي

د تحصیل درجه

نورې ځانګړنې

نوم

د پلار نوم

د زده کړې کچه

د زده کړې څانګه

علمي رتبه

د تقرر نیټه

وروستۍ ترفیع

د اړیکو شمېره

1

اسدالله حنیفي

حاجي دواجان

ماستر

پښتو ژبه او ادبیات

پوهنیار

۲۱/ ۸/۱۳۹۹

پوهنیار

۰۷۷۷۶۰۳۴۴۱

2

شفیع الله ویاړ

محمد حسن

ماستر

پښتو ژبه او ادبیات

پوهنیار

۲۱/ ۸/۱۳۹۹

پوهنیار

۰۷۸۳۴۱۲۸۸۸

3

اسدالله خوږیاڼی

محمد بشیر

ډاکتر

پښتو ژبه او ادبیات

پوهنیار

۲۱/ ۸/۱۳۹۹

پوهنیار

۰۷۷۸۹۰۹۸۹۷

4

رامین آغا امین

غلام سخي

ماستر

انجنیری نرم افزار

پوهنیار

۱۰ /۱ /۱۴۰۰

پوهنیار

۰۷۰۶۱۴۴۸۹۴

 

 

۵

صفی الله اثر

محمدګلاب

ماستر

پښتو ژبه او ادبیات

پوهنیار

۲۸/۱/۱۴۰۴

پوهنیار

۰۷۹۵۰۹۷۸۲۹۰