دیدگاه، ماموریت و اهداف
لید لوری (Vision):
نیمروز پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه په دې موخه هڅې کوي، چې د خپل علمي، مسلکي او ژمن کادري ټیم د ګډو فعالیتونو، نویو څېړنو او محصلینو ته د باکیفیته، متمرکزو نظري او عملي زده کړو وړاندې کولو له لارې به په نیږدې راتلونکي کې د هېواد د سوېل لودیځ زون په کچه یوه مخکښه، با اعتباره او اغېزمنه څانګه وي.
ماموریت (Mission) :
د پښتو ژبې او ادب څانګه ژمنه ده، چې ټولنې ته داسې مسلکي او متخصص کادرونه او ښوونکي وړاندې کړي ، چې له نړۍوالو نورمونو سره د پښتو ژبې او ادب د تدریس وړتیا ولري، همدارنګه دغه څانګه د ادب ېیژندنې او ژب پېژندنې په برخو کې مسلکي کسانو د روزلو، متونو د سمونې، سپړنې، څېړنې، لټونې، موندنې او ادبي اثارو د تخلیق مسؤلیت هم لري.
یادونه: د پښتو څانګې لیدلوری او ماموریت، د یادې څانګې د ۷/۴/۱۴۰۴ه ش نېټې په (۵) مه ثبت ګڼه ناسته کې تصویب او د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي شورا د ۱۷/۰۱/۱۴۴۷ه ق نېټې په (۵) مه ثبت ګڼه ناسته کې تایید شوی دی.
ارزښتونه (Merits ):
څرنګه چې اسلام د بشري ژوند ټول اړخونه رانغاړي، نو اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا، د کره او معیاري زده کړې تر څنګ د اخلاقو و نظم رعایتول او د یو و بل منلو روحیه پیاوړي کول د پښتو څانګې له لومړیتوبونو څخه دي او لاندې ارزښتونو پلي کولو ته ژمنتیا لري:
- دیني او مذهبي مقدساتو ته درناوی او د اسلامي اخوت(ورورولۍ) ساتنه؛
- د امیرالمؤمنین حفظه الله او د هېود ټولو نافذه قوانینو ته درناوی؛
- د هېواد د لوړو زده کړو وزرات ارزښتونو ته درناوئ؛
- د څانګې او پوهنتون د کادري غړو د لاسته راوړنو ، تجربو، د همکارانو د علمي نوښت او خلاقیت درناوی؛
- ملي او سیمه ییزو ارزښتونو ته درناوی؛
- له فرصتونو او امکاناتو څخه برابره او مساوي ګټه اخیستنه؛
- متقابله همکارۍ، رښتینولۍ او د حمیده اخلاقو دودولو ته درناوئ؛
- د نظم رعایتول او اکاډمیکې خپلواکۍ ته درناوی؛
موخې:
د پښتو څانګې موخې پر دې پینځو (زده کړهییزو، څېړنیزو، له ټولنې سره په تعامل او د انساني ځواک د مدیریت) محورونو راڅرخي او په لاندې ډول دي:
الف- زده کړهییزې موخې:
- د پښتو څانګې محصلینو او مینهوالو ته په لوړه سطح د علمي او تحصیلي چوپړونو وړاندې کول؛
- په څانګه کې د فردي ودې په موخه دزده کړییزو امکاناتو چمتو کول؛
- د څانګې د استادانو د زده کړییزې سطحې او علمي رتبې د لوړتیا په موخه د فرصتونو او امکاناتو چمتوکول؛
- په زده کړییز بهیر کې په نړۍواله کچه د کارېدونکو درسي توکو او پرمختللې تکنالوژۍ څخه د استفادې په موخه هڅه و هاند؛
ب- د څېړنیزې تګلارې اړوندې موخې
- د محصلینو او استادانو تحلیلي او څېړنیزې سطحې او وړتیاوو لوړول؛
- په پښتو څانګه کې د څېړنیزو او پوهنیزو کړنو(فعالیتونو) ته وده او پراختیا ورکول؛
ج- د بشري سرچینو او مدیریت د تګلارې اړوندې موخې
- د څانګې د اداري او کادري غړو ترمنځ د قانونپالنې او ضوابط پالنې فرهنګ پیاوړي کول؛
- د څانګې د علمي ، اداري او تدریسي چارو لپاره د ارزونې د اغېزمن سیستم د استفادې دودول؛
- د بشري سرچینو د مدیریت پیاوړتیا او د اړتیا وړ متخصص کادر جذبول؛
د- په پوهنځي او ټولنه کې د څانګې د چار(نقش) اړوندې موخې
- له ټولنې سره د همکارۍ د پراختیا په موخه د بالقوه وړتیا(ظرفیت) رامنځته کول؛
- په هېواد کې د پرمختګ په لور د دولتي او خصوصي تحصیلي او مدیریتي بهیر ته د ځواب وینې په موخه د درسي چارو تناسب رامنخته کول؛
هـ ستراتیژیکې موخې
- د نیمروز پوهنتون ستراتیژیک پلان پر بنسټ د څانکې معیاري کول؛
- په کاري ساحه کې د اړینو نظري او عملي وړتیاوو او مهارتونو تر لاسه کول؛
د پښتو څانګې برنامې
پښتو څانګه د نیمروز پوهنتون په چوکاټ کې د ټولو هیوادوالو لپاره د پوهنې د پولو د پراخولو او د زده کړه ییزو شونتیاوو د برابرولو په موخه رامنځته شوه، دغه څانګه ټولنې ته د متخصص او مسلکي کادر په وړاندې کولو باندې مکلفه ده، د دې لپاره، چې کارونه مو منسجم او منظم مخې ته ولاړشي، نو د دغې څانګې برنامې او پلانونه په دوه ټولیو(لنډمهاله او اوږدمهاله) باندې ویشو.
الف- د پښتو څانګې لندمهاله برنامې:
-
-
-
- د پښتو څانګې لپاره ځانګړی کتابتون جوړل ؛
- د پښتو ژبې د زده کړې کورسونه دایرول؛
- د نیمروز ولایت د ښوونکو لپاره د پښتو ژبې د تدریس ځانګړي سمینارونه جوړول؛
- د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د تجربو د تبادلې په موخه د باتجربه کادرونو رابلل؛
- پښتو څانګې ته د ځانګړې دیوالي جریدې رامنځته کول؛
- د محصلینو ټولنه رامنځته کول؛
- د ځانګړي ادبي بهیر او مشاعرو تر سره کول؛
-
-
ب- اوږد مهاله برنامې:
- د پښتو څانګې د استادانو لپاره د دکتورا د پروګرامونو لپاره زمینه برابرول؛
- د لوړو وړتیا لرونکو محصلینو لپاره په ملي او بین المللي کچه د ماسټرۍ د برنامو زمینه برابرول؛
- د پښتو څانګې لپاره د ځانګړې علمي مجلې رامنځته کول؛
- د څانګې په کچه د یوه معیاري څیړنیز مرکز رامنځته کول؛
- د څانګې استادانو ته د علمي رتبو اخیستو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول؛
- پورتنیو موخو ته د رسېدو لپاره د لازمو و اړینو شرایطو او زمینو برابرول؛
د پښتوڅانګې د استادانو پېژندګلوي
|
شماره |
پېژندګلوي |
د تحصیل درجه |
نورې ځانګړنې |
|||||
|
نوم |
د پلار نوم |
د زده کړې کچه |
د زده کړې څانګه |
علمي رتبه |
د تقرر نیټه |
وروستۍ ترفیع |
د اړیکو شمېره |
|
|
1 |
اسدالله حنیفي |
حاجي دواجان |
ماستر |
پښتو ژبه او ادبیات |
پوهنیار |
۲۱/ ۸/۱۳۹۹ |
پوهنیار |
۰۷۷۷۶۰۳۴۴۱ |
|
2 |
شفیع الله ویاړ |
محمد حسن |
ماستر |
پښتو ژبه او ادبیات |
پوهنیار |
۲۱/ ۸/۱۳۹۹ |
پوهنیار |
۰۷۸۳۴۱۲۸۸۸ |
|
3 |
اسدالله خوږیاڼی |
محمد بشیر |
ډاکتر |
پښتو ژبه او ادبیات |
پوهنیار |
۲۱/ ۸/۱۳۹۹ |
پوهنیار |
۰۷۷۸۹۰۹۸۹۷ |
|
4 |
رامین آغا امین |
غلام سخي |
ماستر |
انجنیری نرم افزار |
پوهنیار |
۱۰ /۱ /۱۴۰۰ |
پوهنیار |
۰۷۰۶۱۴۴۸۹۴
|
|
۵ |
صفی الله اثر |
محمدګلاب |
ماستر |
پښتو ژبه او ادبیات |
پوهنیار |
۲۸/۱/۱۴۰۴ |
پوهنیار |
۰۷۹۵۰۹۷۸۲۹۰ |