د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې، کرنې او اقتصاد له پوهنځیو څخه د (۶۸) محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه

nimu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۹
333

د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې، کرنې او اقتصاد له پوهنځیو څخه د (۶۸) محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوهد نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې، کرنې او اقتصاد له پوهنځیو څخه د (۶۸) محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه!

نیمروز، د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالحجې ۲۶مه / د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سرطان ۲م

د نیمروز  لوړو زده کړو مؤسسې له خوا یوه شانداره غونډه ترسره شوه چې پکې د امارتی ادارو مسئولین، علماء، استادان، مدیران، ځوانان او د محصلینو والدین ګډون کړی و. په دې غونډه کې له درېیو پوهنځیو څخه (۶۸) تنه محصلین اسلامي ټولنې ته وړاندې شول.

د غونډې پیل د قاري صاحب ګلبدین "شریفي" له خوا د قرآن کریم د روح‌بښونکو آیتونو په تلاوت سره وشو. له هغې وروسته، د دې مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتی محمد عاصم "برهاني" ارزښتناکې علمي او هڅوونکې وینا وکړه. نوموړي د راتلونکي نسل په روزنه کې د ادارو او افرادو پر همه‌جانبه رول ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ به د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د اولادونو په تربیه او د بهرنیو له اړتیا پرته ژوند کولو لپاره هڅې کوو. دا موخه یوازې د استادانو او محصلینو له خوا نه‌شي پوره کېدلی، بلکې د ادارو، علماوو، والدینو او ټول ولس ګډو هڅو ته اړتیا لري.»

ورپسې مولوي احمدالله "حبیبي" د دیني مدرسو د مدیرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د لوړو زده کړو اهمیت او د هېوادونو په پرمختګ کې د هغوی رول روښانه کړ. ویې ویل: «اسلام زموږ پر مخ د هڅو او زحمت دروازې خلاصې پرې ایښې دي. هر څوک چې زیار وباسي، پایله به ترلاسه کوي. د دین دښمنانو زموږ د ځوانانو روحیه په صنعت کې کمزورې کړې، خو موږ باید بیداره اوسو، ډېر کوښښ وکړو او له شتو فرصتونو اعظمي ګټه واخلو.»

له دې وروسته شیخ مولانا محمد رسول "دیوبندي" د نیمروز ولایت د علماؤ د شورا په استازیتوب الهام‌بخښونکې وینا وکړه. هغه د شریعت د اوسني نظام له نعمت څخه د مننې تر څنګ فارغانو ته وویل: «که د دین علم وي او که د دنیا، باید منظم او مرتب ترې ګټه واخیستل شي او هر څوک دې په خپل مسلک کې تخصص ترلاسه کړي.»

نور ویناوال چې د مؤسسې د درېیو پوهنځیو استازي وو، ښاغلي حسین "سیرت"، قیام‌الدین "نورزی" او نقیب‌الله "بیاني" وو. دوی د خپلو تخصصي برخو ارزښت او مقام بیان کړ او د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې له محترم رهبري څخه د علمي زمینه‌برابرۍ او د دې شاندار محفل د جوړېدو له امله مننه وکړه.

په پای کې، د نیمروز لوړو زده کړو د مؤسسې رئیس مفتی بسم‌الله "لطیفي" فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د مؤسسې د کارکوونکو او د غونډې ټولو تنظیموونکو له صادقانه هڅو مننه وکړه. هغه د افغانستان د اسلامي امارت له ملاتړ څخه د ډاډ تر څنګ وویل: «د اسلامي نظام له لوري د ځوانانو د راتلونکي لپاره برنامه شته، او د هغوی د استعدادونو او مهارتونو د کارولو او د کار زمینو برابرولو لپاره اغېزمن تدابیر نیول شوي دي.»

هغه د خپلې وینا په پای کې زیاته کړه: «موږ باید په اخلاص او پاک زړه د زده‌کړو په لاره کې قدمونه واخلو. هغه مهال کولی شو د بریا لوړو څوکو ته ورسېږو چې د علم او پوهې په لاره کې متحد او هوډمن اوسو. ټول باید د اختراع او نوښت فکر وکړو او په خپلو ټولو برخو کې پوره تخصص ترلاسه کړو.»

غونډه د تقدیرنامو د ویش او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۴۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ پیل شوه

د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ، چې د څېړنې میتودولوژۍ، په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د علمي مقالو لیکلو او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د څرنګوالي په. . .

BACK TO NEWS