په نیمروز پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار ترسره شو

nimu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۴:۳
1234

زرنج، ۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حساب ورکونې او مالي شفافیت سمینار د نیمروز پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال له لوري د دې تحصیلي بنسټ د رهبرۍ پلاوي، کادري او اداري کارکوونکو او محصلینو په حضور کې ترسره شو.

د پروګرام په پیل کې، مولوي حافظ فضل‌احمد شهیدزاده د مالي او اداري چارو مرستیال، د بیت‌المال د مقام په اړه د قرآن کریم د ارشاداتو او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرامینو په استناد خبرې وکړې او په مالي چارو کې یې د امانت‌دارۍ، شفافیت او د حساب ورکونې د اصولو د مراعتولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه همدارنګه د خپلو خبرو په دوام کې د نیمروز پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال مالي لاسته‌راوړنې او عمراني او ساختماني پروژې په مفصل ډول تشریح کړې او ترسره شوي فعالیتونه او پرمختګونه یې د ګډونوالو لپاره په منظم ډول وړاندې کړل.

د یاد پروګرام په دوام کې، مفتی بسم‌الله بسام د نیمروز پوهنتون رئیس، د مالي برخې د کړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د کارکوونکو د هڅو او زحمت ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي امارت په نظام کې د افرادو هڅې او زحمت هېڅکله له پامه نه غورځول کېږي او د صادقانه خدمتونو قدرداني یو مهم اصل ګڼل کېږي.

د پروګرام په پای کې، د مالي او اداري چارو د کارکوونکو له هڅو او خدمتونو څخه مننه او ستاینه وشوه او غونډه د نیمروز پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولانا محمد صدیق بني‌کمال او د محصلینو په خیر دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۴۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ پیل شوه

د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ، چې د څېړنې میتودولوژۍ، په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د علمي مقالو لیکلو او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د څرنګوالي په. . .

BACK TO NEWS