د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

nimu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۴۱
12345

د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

 

نیمروز پوهنتون له بېلابېلو امارتي او خصوصي ادارو او بنسټونو سره د علمي همکاریو د پراختیا او اغېزمنو اړیکو د رامنځته کولو په موخه د خپلو هڅو په دوام، له میرویس خان نیکه زابل امارتي پوهنتون سره د علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په غونډه کې د نیمروز پوهنتون رئیس مفتي بسم‌الله بسام د تحصیلي بنسټونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د ا.ا.ا. د نظام له حاکمیت سره د بېلابېلو ادارو او بنسټونو ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او همکاریو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې نیمروز پوهنتون هم له میرویس خان نیکه پوهنتون سره د علمي او مسلکي همکاریو پراختیا ته ژمن دی او په بېلابېلو برخو کې به له اړینې همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.

ورپسې د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي عبدالصمد سیال، د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه او په علمي چارو او نورو هوکړه شویو برخو کې یې د یاد پوهنتون پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

دغه اووه (۷) ماده‌ییز هوکړه‌لیک د دواړو تحصیلي بنسټونو ترمنځ د علمي، مسلکي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا او له ګډو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه لاسلیک شو.

 

دوشنبه

۰۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د نیمروز پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

 

نیمروز پوهنتون له بېلابېلو امارتي او خصوصي ادارو او بنسټونو سره د علمي همکاریو د پراختیا او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS