په نیمروز پوهنتون کې د علمي کادر د غړو د دندو او مکلفیتونو د تنظیم او لارښوونې تشریح سمینار ترسره شو.

nimu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴
14

نیمروز، ۱۴ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ ق / ۱۲ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د نیمروز پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځی د دې پوهنځی د علمي کادر د غړو لپاره یو سمینار د وظایفو او مکلفیتونو د تنظیم او تشریح په موخه ترسره کړ.

دغه سمینار د محترم رهبري د لارښوونو پراساس او د تحصیلي اصولو، لوایحو او مقرراتو د ښه پلي کولو لپاره د علمي کادر د غړو د دندو، صلاحیتونو او مسؤلیتونو د وضاحت په هدف جوړ شوی و.

په دې پروګرام کې ویناوالانو د علمي کادر د غړو د دقیقو دندو د تنظیم اهمیت، د صلاحیتونو حدود، د تدریس، څېړنې او اداري مسؤلیتونه، د مسلکي او اخلاقي اصولو رعایت، د نافذه لوایحو او مقرراتو پابندي، د علمي فعالیتونو د ارزونې طریقه، او د استادانو رول د تحصیلي کیفیت په لوړولو کې، په پراخه توګه توضیح کړ.

همدارنګه د استادانو مسؤلیتونو ته په تدریس کې مؤثره فعالیت، د درسي پلانونو ترتیب او پلي کول، منظم حاضري، د اکادمیک نظم او انضباط رعایت، علمي څېړنې ترسره کول، په علمي کمېټو کې فعاله ونډه اخیستل او د پوهنتون له ادارې سره نږدې همکاري، ځانګړې پاملرنه وشوه. په دې سمینار کې د علمي دندو د ترسره کولو پر مهال د ژمنتیا، صداقت، د اسلامي شریعت اصولو او ملي ارزښتونو رعایت هم بحث او ارزونه وشوه.

په پای کې، ګډونوالو خپل پوښتنې، نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل چې ویناوالو په حوصله‌مندي سره اړین ځوابونه ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د دې سمینار وړاندې کول د پوهنيار شفیع‌الله ویاړ او پوهنيار عبدالکریم بارکزي لخوا، د تعلیم او تربیې پوهنځی د علمي کادر غړو، ترسره شول.

دا سمینار په علمي او دوستانه فضا کې ترسره شو او په پای کې د خیر دعا سره ختم شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې درې ورځنی دیني سمینار پیل شو

د نیمروز پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې، د نیمروز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، درې ورځنی دیني سمینار پیل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د نیمروز پوهنتون د ټولو کارکوونکو لپاره د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار ترسره شو

د اخلاقي چلند د پالیسۍ د تشریح سیمینار د نیمروز پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت له لوري، د دې علمي مرکز د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۴۳
Background image

په نیمروز پوهنتون کې د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ پیل شوه

د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه‌ورځنۍ لړۍ، چې د څېړنې میتودولوژۍ، په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې، د علمي مقالو لیکلو او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو د څرنګوالي په. . .

BACK TO NEWS