مفتي بسم الله بسام – د نیمروز پوهنتون رئیس پېژندنه
مفتي بسم الله بسام د نیمروز پوهنتون رئیس، په ۱۳۷۰ هـ ش کال کې په دارالهجرت کې په یوې دیني او اسلامي ارزښتونو ته ژمنې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړي له ځوانۍ راهیسې د دیني علومو زده کړې ته ځانګړې مینه درلوده او د ډېر زیار او هڅو په وسیله یې خپلې لوړې زده کړې په افغانستان، ایران او پاکستان کې بشپړې کړې.
نوموړی د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پر مهال طالب العلم و.
مفتي بسم الله بسام سربېره پر دې، د اسلامي امارت د مقدس جهاد په بهیر کې د غور ولایت د قلعهکاه ولسوالۍ د کمېسیون مسؤول او همدارنګه د ملکي تلفاتو د مخنیوي د پلاوي د کمېسیون مسؤول په توګه دنده ترسره کړې ده. د فتوحاتو وروسته یې درې کاله د نیمروز ولایت د جهادي مدرسې د استاد په توګه تدریس کړی دی.
اوس مهال د امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، مفتي بسم الله بسام د نیمروز پوهنتون د رئیس په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي د علمي پرمختګ او د اکاډمیکو بنسټونو د پراختیا په تمرکز سره د پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هراړخیز پلانونه طرحه کړي دي.
د پوهنتون د علمي پروګرامونو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره، چې د نړیوالو اکاډمیکو معیارونو سره سم وي او د تحصیلي نصاب د ښه والي سبب شي، د نوموړي له مهمو پلانونو څخه لاندې ټکي یادولی شو:
۱. د استادانو او محصلانو د ظرفیت لوړول:
د استادانو لپاره د تخصصي روزنیزو کورسونو تنظیم او د محصلانو لپاره د هېواد دننه د تحصیلي فرصتونو برابرول.
۲. د زیربناوو پراختیا:
د پوهنتون د ودانیو او تاسیساتو جوړول او پراخول، څو د تدریس او څېړنې چاپېریال ښه شي.
۳. د ملي اړیکو پیاوړتیا:
د هېواد له معتبرو پوهنتونونو سره د علمي او څېړنیزو همکاریو رامنځته کول، او همدارنګه له امارتي او خصوصي ادارو سره د بېلابېلو تفاهمنامو لاسلیک کول.