مالی او اداري چاور معاونیت
د نیمروز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت د پوهنتون د مهمو ستنو څخه دی. تحصیلات عالي معیاري او اسلامي د وزارت تحصیلات عالي اساسي لومړیتوبونه دي، چې د علمي وده، اسلامي فرهنګ پراختیا، د ملي هویت پیاوړتیا او مؤثره ادارې لپاره ملي ژمنتیا او هڅې ته اړتیا لري.
دغه معاونیت د پوهنتون ټولو مالي او اداري چارو د سمبالښت، بودجې د ترتیب، د عوایدو او مصارفو د څارنې، د پیسو د سم مدیریت او د اړینو منابعو برابرولو مسوولیت لري. د دې معاونیت لاندې مهمې څانګې فعالیت کوي:
- د کارکوونکو مدیریت
- د اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت
- مالي او حسابي مدیریت
- د تدارکاتو، تهیه او خدماتو مدیریت
- د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت
معاونیت تل هڅه کوي چې د بودجې تطبیق، د بشري ځواک ګمارنه، د اړینو وسایلو برابرول، او د پوهنتون د ټولو څانګو فعالیتونه د شفافیت او مؤثریت له مخې پرمخ یوسي.
شعار:
شفافیت، کارایي، پرمختګ
رسالت:
د مالي او اداري سیستمونو عصري کول، د پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو عامه پوهاوی، د تعلیمي او تحقیقې اهدافو ملاتړ، د منابعو مؤثره مدیریت، او د ټولو کارکوونکو لپاره د ملاتړ چاپیریال برابرول.
لیدلوری:
یو شفاف او مؤثر مالي او اداري نظام رامنځته کول چې پوهنتون د مالي او بشري منابعو په مدیریت کې یو نمونه وګرځي. دغه معاونیت د نوو ټکنالوژیو په کارولو سره هڅه کوي غوره اداري او مالي خدمتونه محصلینو، استادانو او کارکوونکو ته وړاندې کړي.
هدفونه:
- د مالي او اداري منابعو په مدیریت کې شفافیت او کارایي لوړول
- د معلوماتي او مدیریتي سیستمونو ښه والی
- د پوهنتون د مختلفو څانګو ترمنځ همغږي او همکارۍ پیاوړتیا
- د محصلینو، استادانو او کارکوونکو رضایت لوړول
- د پایدار او رغنده کاري چاپیریال رامنځته کول
ارزښتونه:
- شفافیت
- عدالت
- حساب ورکونه
- دندهمندي او وجدان کاری
- خلاقیت او نوآوري
- د مسلکي اخلاقو مراعات او ژمنتیا
لاسته راوړنې:
معاونیت د کال په اوږدو کې لاندې مهمې پروژې او بریاوې ترسره کړي:
- د پوهنتون د ورودي دروازې اسفالټ سړک پروژه
- د پوهنتون داخلي سړکونو او لیلیې د ترمیم پروژې
- د پوهنتون د بریښنا برجک پروژه
- د پوهنتون کمپیوټر او پرنټرونو د اخیستلو پروژه
- د استادانو او لیلیې لپاره اړین فرشونه
- د مرکز انکشاف مسلکي لپاره د کمپیوټر او پرنټرونو پروژه
- د قرطاسیه تهیه او ترسیل
- د پوهنتون نوي ودانۍ هموارکاري
- د سولر سیسټم بشپړول
- د پوهنځیو د لابراتوارونو اړین مواد
- د اداري کادر استخدام
- د پوهنتون د نوې ساحې ښکلا او سمبالښت نورې پروژې