د استادانو علمي تقرر او ترفیعاتو آمریت
د استادانو علمي تقرر او ترفیعاتو آمریت
د استادانو د علمي تقرر او ترفیعاتو آمریت پېژندنه!
په عمومي توګه، د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې د استادانو د علمي تقرر او ترفیعاتو آمریت یوه اداري څانګه ده چې د علمي مرستیالۍ تر چتر لاندې فعالیت کوي او د علمي کادر (استادانو) اړوند چارو د مدیریت او تنظیم مسؤولیت پر غاړه لري. دغه آمریت د استادانو او د پوهنتون د ادارې ترمنځ د اداري او علمي نظم او همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم او اساسي رول لري او له دې بهیرونو سره کار لري لکه: د علمي رتبې ټاکل، د استادانو د رتبې لوړول (ترفیع) او تثبیت، او همدارنګه له علمي دورو او غونډو سره همغږي.
د استادانو د چارو د انسجام آمریت اساسي دندې:
- د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ د استادانو د تقرر، ترفیع، تبدیلۍ او انفکاک چارو تنظیم او مدیریت.
- د دې ډاډ ترلاسه کول چې د پوهنتون د علمي کادر د ګومارنې پر مهال قوانین، مقررات، لوایح، طرزالعملونه او اکاډمیک معیارونه په سمه توګه تطبیق شي.
- د علمي شورا د غونډو تنظیم او مدیریت د ټاکل شوي مهالوېش (تقویم) مطابق.
- د علمي کادر د غړو په دوسیو کې د اداري اسنادو او اړوندو مدارکو ساتنه او څارنه.
- د علمي کادر د غړو د معلوماتي بانک (ډیټابیس) تازه کول او څارنه.
- د استادانو د علمي چارو د اسانتیا په موخه له علمي مرستیالۍ او نورو پوهنتونونو سره نږدې همکاري.