د نیمروز پوهنتون د څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «رهبرۍ مهارتونو» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو
د نیمروز پوهنتون د کارموندنې او کارآفرینۍ مرکز له لوري د یاد پوهنتون د څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «رهبرۍ مهارتونو» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
دغه سیمینار د نیمروز پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي او د کارموندنې او کارآفرینۍ مرکز د علمي کادر غړي، پوهنیار جلیل محمدي، له لوري وړاندې شو. نوموړي د سیمینار په ترڅ کې د رهبرۍ اړوند بېلابېلو موضوعاتو، لکه د رهبرۍ مهارتونو، د یوه رهبر ځانګړتیاوو او صفتونو، او د رهبرۍ بېلابېلو سبکونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دغه سیمینار جوړول د محصلانو د فردي او مسلکي مهارتونو د لوړولو او په کاري چاپېریال او ټولنه کې د اغېزمن رول لوبولو لپاره د هغوی د چمتو کولو په موخه ترسره شول.
سهشنبه
۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۰۷ جمادیالأولی ۱۴۴۸ هـ.ق
