د پښتو څانګې تاریخچه او لنډه پېژندنه (Introduction of Pashto Department):

نیمروز  پوهنتون په  ۱۳۹۶ هـ ش کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په درلودلو سره تاسیس شو، چې یاد پوهنځي هغه مهال څلور څانګې (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) درلودې، د خلکو او د پوهنتون د رهبرۍ شورا په هڅو د یادې پوهنتون په اډانه کې پښتو څانګه په ۱۳۹۸ هـ  ش کې ورزیاته او د څلورو کادري غړو په شتون کې یې په کار پیل وکړ، چې اوس‌مهال  یو شمېر  محصلین په دې څانګه کې په زده کړو بوخت دي. تر دې دمه یې دوې دوې فراغین هم ټولنې ته وړاندې کړي دي. له نېکه‌مرغه د پښتو څانګې درې تنه استادان ماسټران او یوه یې د دکتورا تر کچې زده کړې کړې دي، چې دا  د دغې څانګې د غوړېدا لپاره یو ښه زیری  دی.