دیپارتمنت فزیک

معرفی دیپارتمنت فزیک

همزمان با تاسیس مؤسسه تحصیلات عالی نیمروز در سال ۱۳۹۶ هـ ش دیپارتمنت فزیک ایجاد شد که در آن زمان به تعداد چهار تن از اساتید هریک استاد سید علی سینا موسوی، استاد محمدطاهر شریفی و استاد عبدالحمید حسن زاده و بعدا استاد یوسف امینی در این دیپارتمنت بعد از سپری نمودن امتحان کادری، جذب گردیدند. در سال ۱۳۹۸ دو تن از اساتید، استاد محمدطاهر شریفی و استاد عبدالحمید حسن زاده به بورسیه کشور قزاقستان و در سال ۱۳۹۹ استاد سیدعلی سینا موسوی به بورسیه کشور ایران معرفی گردیدند و در سال ۱۴۰۰ استاد سعیدالله سجاد جذب این دیپارتمنت گردید. در سال ۱۴۰۱ دو تن از اساتید استاد محمدطاهر شریفی و استاد عبدالحمید حسن زاده بعد از سپری کردن موفقانه دوره ماستری استحصال وظیفه نموده و تدریس را در این دیپارتمنت شروع کرده اند.


د فزیک دیپارتمنت رسالت او لیدلوری

رسالت (Mission):

فزيک څانګه د خپلو با تجربه استادانو په درلودلو وياړي. د هيواد په کچه به ټولنې ته ژمن مسلکي ښوونکي وړاندې کړي، چې د خپلو وړتياوو او کاري مهارتونو پر مټ به وکولای شي، شته ستونزې حل او نويو پرمختګونو ته لاسرسي لپاره څېړنې ترسره او د پرمختګ لامل شي.

ليدلوری (Vision):

د تحصیلي نصاب په تطبیق او د شاګرد محورې او د تحقیق پر مبنا تدريس، د تدريس او د زده کړې د بېلابېلو طریقو څخه ګټه اخيستنه به د فزيک علم په مختلفو برخو کې بنسټيز کړي. ددې ترڅنګ غواړو چې د فزيک څانګې د نړۍ او سیمي له پوهنتونونو سره اکاډمیک تړونونه ولري او د څانګې ټول علمي کادرونه د دوکتورا د تحصيلي درجې درلودونکي وي. تر څو په راتلوونکي کې وکولای شي چې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه تحصیلي دورې ولري او په بېلابېلو کرنیزو، روغتيایي، ټکنالوژيکي او صنعتي برخو کې د وخت د غوښتنو سره سم لازم خدمتونه سرته ورسوي، ترڅو د هيواد اقتصاد ورسره پياوړتيا ومومي. زموږ ليدلوری به د لاندې مواردو په پام کې نيولو سره د ټولنې و طبي، کرنې، انرژۍ توليد، صنعتي، ټکنالوژۍ او سياسي برخو کې د پراختيا په صورت کې له احتمالي بدلونونو سره یو ځای وي.

1. په دې څانګه کې د تآليف او څېړنې فرهنګ رواجول او تطبیقول به ټولنه د پراختيا خواته يوسي.

2. د انتقادي او مغزي طوفان د پروسې ترويج ته تمايل به ټولنيز جوړونکی تعامل رامنځته کړي او د اکاډمیکو تجربو تعامل به زده کړيالان مسؤل، ژمن او نوښت لرونکي ښاريان جوړ کړي چې وکولای شي پيچلې ستونزې حل کړي او په بېلابېلو برخو کې عامه ګټې تآمین کړي.

3. د فزيک څانګې استادان به پرله پسې نوښت ته ژمن وي او په دغه څانګه کې د ښه تدريس کولو په برخه کې د نوي والي هرکلی کوي او هڅه به کوي چې په لنډ مهال کې فارغانو ته د هيواد په کچه او اوږد مهال کې به د سيمې په کچه د کار زمينه برابره کړي.


بروشور دیپارتمنت فزیک